د افغانستان او بریتانیا استازو د دوهاړخیزو همکاریو پر دوام خبرې وکړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ میزان ۱۴۰۵):
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، ډاکټر محمد نعیم، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي، لینډزي، سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، سیمهییز ثبات، بشري مرستو او قونسلي خدمتونو خبرې شوې دي.
ډاکټر محمد نعیم له افغانستان سره د بریتانیا د بشري مرستو او همکاریو له امله مننه کړې او د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. بلخوا، د بریتانیا ځانګړي استازي د متقابل باور جوړونې پر اهمیت ټینګار کړی او د بشري مرستو او قونسلي خدمتونو په برخو کې یې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.



