ملا امير خان متقي او د هند نوي شارژدافیر د دوهاړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ میزان ۱۴۰۵):
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر یتین پټیل سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت له هند سره اړیکو ته اهمیت ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم زیاتېدو ته په پام، اړتیا ده چې د حکومتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ همکاري پراخه شي.
د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې تعارفي لیدنه کې متقي نوي هندي شارژدافیر ته په ماموریت کې د بریالیتوب هیله کړې او یتین پټیل ویلي، چې هند غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي، سیاسي او بشري اړیکې پراخې کړي.



