ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د برید د وخت افشا کوونکي باید په ډزو ووژل شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه کسان چې د ایران پر ضد د پوځي برید د وخت په اړه یې محرمانه معلومات رسنیو ته افشا کړي، باید په ډزو ووژل شي یا د ټول عمر لپاره زنداني شي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اریزونا ایالت په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې پر ایران د برید عملیات یې وروسته له هغې لغوه کړل، چې د برید وخت په رسنیو کې خپور شو.
نوموړي ویلي، امریکایي B-2 پټالوتکې ایران ته د دې لپاره استول شوې وې، چې د دغه هېواد د اټومي وسلو د نه لرلو ډاډ ترلاسه کړي؛ خو د عملیاتو د وخت د افشا کېدو له امله ایران د برید لپاره چمتو شوی و.
د ټرمپ په وینا، د برید په اړه معلومات په نیویارک ټایمز ورځپاڼه او سياېناېن ټلوېزیون کې خپاره شوي وو، خو دوه ورځې وروسته په بل برید کې ایران د عملیاتو تمه نه لرله.



