شمالي کوریا له اوبتل څخه د توغول کېدونکو دوو ډوله ستراتیژیکو کروز توغندیو ازموینه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د چهارشنبې په ورځ د جاپان په سمندر کې له اوبتل څخه د توغول کېدونکو دوو ډوله ستراتیژیکو کروز توغندیو ازموینه کړې ده.
د راپور له مخې، د دغو ازموینو موخه د اوبو لاندې پوځي سیستمونو د چمتووالي ارزونه، د سمندري ځواکونو د عملیاتي وړتیاوو پیاوړتیا او د پوځي مخنیوي وړتیاوو ازمویل وو.
رویټرز او اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې دا ازموینې د شمالي کوریا د سمندري اټومي مخنیوي وړتیاوو د پیاوړتیا د هڅو برخه ده.



