د بریتانیا استازي له افغاني سرې میاشتې سره د کډوالو او اړمنو خلکو د ملاتړ ژمنه وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره په لیدنه کې د هېواد پر بشري وضعیت، د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو خلکو او راستنېدونکو افغان کډوالو پر اړتیاوو خبرې کړې دي.

ښاغلي دلاور د راستنېدونکو کورنیو لپاره د سرپناه، خوراکي او غیرخوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د بریتانیا د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، شيخ دلاور د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې، رواني ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو او اړمنو مېرمنو او ماشومانو لپاره د حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړي دي.

بلخوا، ریچارډ لینډسي د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه ستایلي او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او نورو بشري برخو کې یې د راتلونکي کال لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button