قطر سره د راستنېدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو په اړه خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۴ میزان ۱۴۰۵):
د اقتصاد وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر مردف علي القاشوطي سره په لیدنه کې له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوالو د اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
د اقتصاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې وزیر د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د قطر د همکاریو مننه کړې او د هغوی د لنډمهاله او دایمي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یې د دغه هېواد د مرستو غوښتنه کړې ده.
بلخوا، د قطر سفیر ویلي، چې د دې لیدنې مطرح شوې موضوعات به په دوحه کې له اړوندو چارواکو سره شریک کړي او د راستنېدونکو افغان کډوالو په برخه کې به د همکاریو موضوع تعقیب کړي.



