کابل ټکی کام ۲۵حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی، چې د اردن امنیتي ځواکونو د اخوان المسلمین ډلې مرکزي دفتر تړلی دی.
د اردن یوه امنیتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي، چې امنیتي ځواکونو دغه دفتر د امان ښار د حاکم په پرېکړه تړلی دی.
دغه ګوند چې دوه څانګې لري، یوه یې اصلي ډله چې قانوني اجازه نه لري، او بله یې منځلارې چې قانوني اجازه لري.
د اردن حکومت وایي، دغه دفتر چې د اصلي اخوان المسلمین ډلې وو، قانوني اجازه یې نه درلوده.
د اخوان المسلمین ګوند یوه وکیل هم رسنیو ته د خپل دفتر تړل کېدل تأیید کړي دي، او ویلي یې دي، چې دا یوه سیاسي پرېکړه ده.
د دغه وکیل له قوله چې امنیتي ځواکونو د دوی د دفتر د تړل کېدو وجه نه ده ښودلې.
باید ووایو، چې د اردن پارلمان په ۲۰۱۴میلادي کال کې د ګوندونو د یوه قانون په تصویبولو سره دغه ګوند ته د فعالیت اجازه ورنه کړه.
د یادولو ده، چې د اخوان المسلیمن ډلې ملاتړي په اردن او مصر کې ډېر دي.


















