لیکنه : عمرخان شلل خیل
سره له دې چې دغه هېواد ته د لسګونو هېوادونو نظامي متخصصین راغلل، او د دغه هېواد په سلګونو زره پولیسو او عسکرو ته ېې مختلف النوع ټریننګونه ورکړل، او په ملیونونو ډالر یې په دغه لار کې په مصرف ورسول، خو سره له دې که یو منصف انسان قضاوت وکړي نو وبه وایې چې نه خو پولیس د دغه هېواد قوانینو ته په احترام قایل دی او نه د ملي اردو عسکر، هر یو ایله په دې کې دی چی میاشت تېره شي او تنخوا او معاش یې پر حکومت واوړي، او خپلو بچو ته پرې خرچ او سودا یوسي، یو به هم داسې ونه ګورئ چې هغه دې د هېواد او قوانینو په وړاندې د مسولیت احساس وکړي.
پولیس خپله وظیفه لکه چې یې غوښتنه ده سر ته نه رسوي او نه د ملي اردو پوځيان کما حقه خپلې وظیفې ته ژمن دي، نو پوښتنه پخپله ځان مطرح کوي چې آخر دا ولې؟ او د دې ماجرا لامل څه دی؟
جوته خبره ده چې د هر یو شي بنیاد چې غلط کېښودل شي هغه به تر پایه پورې همداسې کوږ وي او هیڅکله به سم سمکي ته ونه رسېږي، نو که د دې حکومت بنیاد ته فکر وکړو، دا حکومت د امریکا د کروز میزایلو، او کلستر بمونو د ورلو په نتیجه کې منځ ته راغلی .
د لسګونه زرو افغانانو د ککریو په خاورې کولو سره زیږیدلی دی، انتخابات یې هم ټول له چل ول او فریب نه ډک وو، زور واکي ډلې ټپلې تر اوسه هم زورواکي پاتي دي، د حکومت په ټولو بنسټونو کې اختلاس، رشوت، غلا په بربنډ ډول دوام لري، هیڅ داسې کوم ارګان نشته چې هلته څوک ولاړ شي او په خوښۍ سره ورڅخه بېرته راووځی په دې معنی چی د عارض عریضه په قانوني ډول پروسس شي او په قانوني ډول یې مراحل طی شي او په خوښۍ او خوشحالۍ سره بېرته کور ته وګرځي.
هر یو په ښېرا کولو او ښکنځلو کولو له دولتي ارګانو څخه راوځي او خواشینې خپل کور ته ځي، او نور یې هم د اعتماد ستنې نړیږی نو ورو ورو د ملت او دولت تر منځ فاصله زیاتېږي، آن تر دې چې نړیواله ټولنې هم اوس دغه له فساد ډک حکومت ته د کال مودې ورستی چانس ورکړی او ورته یې ویلي دي چې که د روان ۲۰۱۶ کال تر پایه د دغه حکومت بنسټونه ونه رغول شول او دغه حکومت لکه چې مناسب ده خپل حرکت پر مخ بو نځي نو نړیوال نور نشي کولی چې دغه بې هدفه بار ته اوګه ورکړي.
داسې معلومیږي چې د دغه حکومت واګي نور په شلېدو دي نه خو په خپلو کې یو پر بل اعتماد لري، نه ورباندې ملت باور لري او نه هم نړیواله ټولنه نور ورباندی نیک ګمان کولی شي، نو ځکه د دې زیات امکان شته چې په راتلونکی ۲۰۱۷ کال کې ملت په دغه هېواد کې یو ځل بیا د یو ستر بدلون او ناورین شاهد شي. چې له امله به یې دغه مظلوم ولس هیلې نورې هم له خاورو سره خاورې شي.


















