بلوچستان کې پر پخوانیو افغان پوځیانو برید؛ دوه تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلعه عبدالله ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو پر پخوانیو افغان پوځیانو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه برید تېر ماسختن د ځایي وخت له مخې ترسره شوی، خو د برید څرنګوالي او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د برید مسئولیت نه دی منلی.
ځايي سرچینې ادعا کوي، چې په بلوچستان کې مېشت یو شمېر پخواني افغان پوځیان د پاکستاني رژیم له لوري د بلوڅانو د ځپلو په موخه ګومارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې پر مېشتو پخوانیو افغان پوځیانو د ناپېژاندو وسلهوالو بریدونه زیات شوي دي.



