د کډوالو نړیواله اداره: له افغانستان سره د نړیوال ملاتړ دوام اړین دی

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۲۳لړم)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازي عرفات جمال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.
نوموړي د سویلي کوریا په پلازمېنه سیول کې د «ښځو او سولې لپاره اقدام» په اتم نړیوال کنفرانس کې ویلي، افغانستان د اوو هېوادونو په څلورلارې کې موقعیت لري او له دغه هېواد سره مرسته نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې او نړۍ په ګټه هم ده.
عرفات جمال زیاته کړې، چې راستنېدونکي کډوال د افغانستان د ټول نفوس ۱۵ سلنه جوړوي او که نړیوال ملاتړ ورسره ونه شي، ښايي یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ شي.



