د مالیې وزیر د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته ولاړ

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۲۳لړم)

د افغانستان د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو. مالیې وزارت وايي، دغه سفر د ایران د کرنې وزیر په رسمي بلنه ترسره کېږي.

د دغه وزارت په وینا، نوموړی به د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اقتصادي، سوداګریزو او ګمرکي همکاریو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

همداراز به د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ اقتصادي کمېسیون د راتلونکې ناستې لپاره پر مهمو موضوعاتو هم بحث وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button