د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کرنیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۲۳لړم)
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان د سمرقند ولایت له والي سره لیدلي او د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د کرنې او له کرنې سره د اړوندو صنعتونو په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د ګډو فرصتونو پر رامنځته کولو بحث شوی دی.



