تخار کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د عمومي روغتون د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۲۳لړم)

د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي تخار ولایت ته د سفر پر مهال د ورسج ولسوالۍ د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

د یاد وزارت په وینا، دغه روغتون به مرکزي اکسیجن سیستم او پولی‌کلینیک ولري او ساختماني چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د عامې روغتیا وزیر ویلي، د دې روغتون په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او روغتیايي مرکزونو ته به د هغوی لاسرسی اسانه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه وزارت په ټول هېواد کې د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، څو د هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په خپلو سیمو کې پوره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button