امريکايي چارواکي: ایران لا هم له ۱۵۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې توغندي لري

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۲۴مه)
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا استخباراتي ادارې اټکل کوي ایران په خپله توغندیزه زېرمه کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې توغندي لري او د پراخې جګړې د بیا پیل په صورت کې لا هم د امریکا او متحدینو پر ضد د برید کولو د پام وړ وړتیا لري.
د راپور له مخې، دغه اټکل د باور ټیټه کچه لري، ځکه د ایران د چمتو او زېرمه شویو توغندیو کره شمېر معلومول ستونزمن دي؛ خو تهران د توغندیو د تولیدي تاسیساتو له زیانمنېدو سره سره، د زېرمه شویو پرزو په کارولو د خپل توغندیز ځواک بیا رغونې ته دوام ورکړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، چې د اسرائیلو پوځي چارواکي هم اټکل کوي ایران تر ۱۵۰۰ ډېر بالستیک توغندي لري، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو خلاف دی چې ویلي یې وو د ایران پوځي وړتیاوې تر ډېره له منځه وړل شوې دي.
د راپور له مخې، ایران د لنډ واټن توغندیو او بېپیلوټه الوتکو لویه زېرمه هم لري او د خپل توغندیز ځواک د بیا رغونې بهیر یې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د زیانونو سربېره روان ساتلی دی.



