ملي بس شرکت له چینايي کمپنۍ سره د عصري بسونو د پېرلو او ښاري ټرانسپورټ پر پراختیا خبرې کړې دي

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۲۳لړم)
د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي په چین کې د «AIPU» شرکت له مسوولینو سره د عصري بسونو د تولید او پېرلو او په افغانستان کې د ښاري ټرانسپورټ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د مېټرو او بيآرټي (چټک بسچلوونې سیستم) د جوړولو او پراختیا په برخو کې د ګډو همکاریو پر فرصتونو هم بحث شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د ښاري ټرانسپورټ د عصري کولو او د عملي همکاریو د رامنځته کولو پر لارو چارو ټینګار شوی دی.



