فاریاب کې د میمنې – اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لین بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۲۳لړم)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په فاریاب ولایت کې د میمنې – اندخوی د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد لین د بیارغونې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د ۱۳۵ کیلومتره اوږد دغه لین په بیارغونه شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د افغان انجنیرانو له لوري د اسلامي امارت په مالي تمویل بشپړ شوی دی.

ملا برادر ویلي، د دې پروژې په بشپړېدو سره شاوخوا ۶۰ زره مصرفوونکو ته د باثباته برېښنا زمینه برابره شوې او د سیمې د صنعتي فعالیتونو او اقتصادي پرمختګ لپاره به هم ګټوره تمامه شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي یوه کال کې به د برېښنا د زېربناوو د پراختیا نورې سترې پروژې هم عملي او د برېښنا موجود ظرفیت به څو برابره لوړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button