
لغمان: علیشنګ کې طالبانو پر دولتي ودانیو پراخ عملیات پیل کړي دي
کابل ټکی کام هاشمي عبدالله
له علیشنګ څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې ددغه ولسوالۍ پر ودانۍ او نورو دولتي تاسیساتو باندې د طالب ځواکونو له لورې پراخ عملیات پیل شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې د ولسوالۍ په مقام باندې توغندي هم لګېدلي دي چې د اور لګېدنې سبب شوی دی، او همدارنګه د ولسوالۍ په شاوخوا پوستو باندې هم کلک بریدونه روان دي.
تراوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي، خو کېدای شي دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
طالبانو او یا دولتي سرچینو د پېښې په اړه تراوسه څه ندي ویلي.



