
دفاع وزارت: په یوه هوايي برید کې ۴۰ داعشیان وژل شوي دي
کابل ټکی کام فرید احمد
د ملي دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره شپه یې په یوه هوايي برید کې لږترلږه ۴۰ کسه داعشیان وژلي دي. دغه برید د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په هغه ساحه باندې شوی دی چېرته چې داعشي وسله وال شتون لري.
ویل کیږي چې برید بهرنیو ځواکونو کړی دی او د داعش یوه ډله یې په نښه کړې ده.
د امریکا پنټاګون وايي چې په افغانستان کې د داعش ډله شته ده خو د پخوا په نسبت څو چنده کمزورې شوې ده او نشي کولای ساحې تر خپلې ولکې لاندې راولي.
په کابل کې کارپوهان وايي که طالبانو د داعش ډلې مخنیوۍ نه وای کړی نو نن به داعش د افغانستان په ډېرو ساحو باندې خپل د ظلم حکمروايي کړې وای.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د داعش په خلاف طالبانو سختې کاروايۍ وکړې چې په زابل او هلمند کې یې له مینځه یووړل او په ننګرهار کې یې هم له ډېرې سمو څخه پسې واخیستل.



