هلمند سنګین کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو ۵ کشفي الوتکې ویشتلي دي

کابل ټکی کام ۲۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اړوند د اوبو ژرندې په سیمه کې نن سهار د طالبانو او د بهرنیو او کورنیو ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې پرمهال د بهرنیو ځواکونو ۵ کشفي الوتکې ویشتل شوي دي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي دي، چې سهار وختي یې له هغو امریکایي او افغاني عسکرو سره جګړه نښتې، چې بېګاه شپه شاوخوا دوولس بجې د دغې ولسوالۍ د اوبو ژرندې سیمې ته د چورلکو سره راغلي وو.
طالبانو ویلي دي، تراوسه پورې یې ۵ کمپیوټري کشفي الوتکې ویشتلي دي.
طالبان زیاتوي، چې په مخامخو بمي چاودنو کې هم مقابل لوري ته درانده تلفات اوښتي دي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
د نورو جزئیاتو لپاره کابل ټکی کام څارئ!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button