
ولایتي شورا: کندز ولایت به یو ځل بیا سقوط وکړي
کابل ټکی کام ۲۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندز ولایتي شورا ویلي دي، چې دغه ولایت یو ځل بیا د سقوط له ګواښ سره مخ دی، که ورته پاملرنه ونه شي، نو ښايي ډېر ژر به سقوط وکړي.
د کندز ولایت د ولایتي شورا وکیل ښاغلي امرالدین ولي رسنیو ته د خبرو پر مهال وویل، چې د کندز ښار د سقوط په درشل کې دی، او امنیتي وضعه یې ډېره خرابه ده.
ښاغلي وکیل امرالدین همدا راز د کندز ښار په بېلابېلو برخو کې د جګړې خبر هم ورکړ.
نوموړي مرکزي دولت ته خبردارۍ ورکړ، چې د کندز ښار په مختلفو برخو کې درنده جګړه روانه ده، که یې مخه ونه نیول شي، نو کندز به یو ځل بیا سقوط وکړي.
«دا مهال د کندز ولایت په بېلابېلو برخو کې جګړه روانه ده، که یې مخه ونه نیول شي، نو کندز به یو ځل بیا سقوط وکړي، او دا ځل به د کندز سقوط تر پخواني سقوط ډېر خطرناک وي.»
امرالدین زیاته کړه، چې د دغه ولایت امنیتي چارواکي بې کفایته دي، او په خپلو دندو کې ناغېړي کوي.
ده وویل، که د کندز ولایت وضعه نوره هم خرابه شي، نو باید دغه چارواکي محاکمه شي.
همدا راز د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي، چې نن له سهار راهیسې د کندز ولایت د چهاردرې، قلعه زال، خان آباد، دښت ارچي، امام صاحب او علي آباد ولسوالیو پر مرکزونو او امنیتي پوستو باندې د دوی جنګیالیو پراخ تعرضي عملیات پیل کړي دي.
ذبیح الله مجاهد د امام صاحب ولسوالۍ کې له مقابل لوري څخه د درو پوستو، خان اباد ولسوالۍ کې یې د ۸ پوستو، قلعه زال کې یې د یوې پوستې او دښت ارچي کې یې د درو پوستو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
مجاهد د ۷ کمانډويي عسکرو او د ګڼو اربکیانو او پولیسو د وژنې خبر هم ورکړی دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د ولایت د مرکز اړوند مقام او لومړۍ حوزې مخې ته هم پر افغان عسکرو جګړه روانه ده.



