کابل ټکی کام ۲۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روانې میاشتې (حمل) په ۲۱مه نېټه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راغی، او د ملي یووالي د حکومت له دواړو مشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره یې په یوه ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ، چې هم ولسمشر او هم جان کیري پکې ویناوې وکړې.
جان کیري په دغه غونډه کې د ملي یووالي د حکومت عمر له دوو کلونو څخه ۵ کلونو ته وغځوو.
له همدغو مشرانو څخه مشرانو جرګه، پخواني ولسمشر، د بلخ ولایت والي عطانور او یو شمېر نورو مشرانو د جان کیري د دغو څرګندونو په وړاندې کلک غبرګون وښود، او دا یې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لوی لاس سره لاسوهنه وبلله.
د جان کیري د دغو څرګندونو پر خلاف نه یوازې دغو مشرانو بلکې دا مهال د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې لسګونه کسانو د جان کیري د وروستیو څرګندونو پر خلاف لاریون وکړ.
په ټولنیزو رسنیو کې د دغه لاریون انځورونه ورکړل شوي دي، چې د جان کیري پر انځور او د اوباما پر نوم چلیپار راښکل شوې، او پر سپینو لوحو یې لیکلي دي، چې «د افغانستان په داخلي چارو کې د جان کیري مداخله غندو.»















