کابل ټکی کام ۲۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ د محلي پولیسو یوه قومندان ځايي سرچینو ته ویلي دي، چې طالبانو ۳۵ محلي پولیس له محاصرې وروسته اسیران کړي دي.
دغه قومندان همدا راز ویلي دي، که چیرې مرکزي دولت د محاصرې پر مهال له دوی سره مرسته کړې وای، نو دغه پنځه دېرش محلي پولیس به د طالبانو له لورې نه وای اسیران شوي.
دغه محلي پولیس په داسې حال کې نیول شوي دي، چې نن د کندز والي له یک ټلویزیون سره په خبرو کې د کندز د ارامۍ خبر ورکړ.
د یادولو ده، چې طالبانو نن سهار د کندز ولایت شپږ ولسوالۍ او مرکز د دغه ولایت د سقوط په موخه تر خپلو حملو لاندې راوستي دي.















