کابل ټکی کام ۲۸حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
پرون سهار وختي طالبانو د کندز د مرکز په شمول پر شپږو ولسوالیو باندې بریدونه پیل کړل، چې خورا توند او افغان حکومت ته یو ځل بیا د کندز د سقوط خبر ورکوونکي وو.
دغه جګړه چې لاهم په شدت سره دوام لري، طالبانو تراوسه ۳۰ پوستې، د کندز ښار مهمې لارې، هوايي ډګر ته څېرمه د ناصریانو سیمه، د ښار شرقي دروازه او د خان اباد ولسوالۍ ترخپل کنټرول لاندې راوستي دي.
تازه رارسېدلي خبرونه وايي، چې طالبان دا مهال د کندز ښار ته ننوتي دي، او کندز ښار کې د پرمختګ په حال کې دي.
د کندز ولایت ځایي چارواکو طلوع ټلویزیون سره د خبرو پر مهال ویلي دي، چې دفاع وزارت ورسره د مرستو وعده کړې، او دا د دروغو وعدې ورکوي، چې مونږ به له تاسو سره کمک کوو، مګر تراوسه پورې یې له امنتي ځواکونو سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د کندز ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، د کندز په سقوط دومره باوري دي، چې ښايي همدا مهال سقوط وکړي.
له دغو چاروکو څخه د دغو څرګندونو د علت په هکله پوښتنه کیږي، دوی ورته په ځواب کې وایي، چې د تجهیزاتو د کمښت او د مقابل لوري څخه د سختو او توندو ګوزارونو له کبله به دا ولایت سقوط کوي.
کندز چې تېر کال هم د طالبانو په لاس سقوط کړی وو، له څو اونیو وروسته یې بېرته افغان ځواکونو ته پرېښود.
خو دا مهال د کندز ولایتي شورا وايي، چې دا ځل به د کندز سقوط ډېر خطرناک وي.
کندز ولایت چې د هېواد د شمال په منځ کې قرار لري، په سقوط یې د ټول شمال د سقوط سبب کېدای شي.
کندز ولایت چې تېر کال سقوط وکړ، نو ولسمشر د یو شمېر چارواکو د بې کفایتۍ له کبله دوی له دندو ګوښه کړل، او پر ځای یې نور چارواکي په دندو وګمارل، چې یو له هغوی څخه د کندز والي وو.
باید ووایو، چې د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد له تهران راډیو سره په مرکه کې ویلي وو، امیدوار دی چې د دوی د جنګیالیو له لورې نوي پسرلني عمري عملیات به د دوی د دښمن پر ککرۍ وروستۍ ګوزار وي.
د یادولو ده، چې طالبانو سږ کال پسرلني عملیات د عمري په نوم پیل کړي دي، ویل کیږي، چې د طالبانو د دغو عملیاتو موخه او هدف به د ولایتونو سقوط وي.















