کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د برېښنا شرکت له لورې یو لست خپور شوی دی، چې پر یو شمېر جګپوړو چارواکو پسې د پاتو پورونو اندازه ښودل شوې ده.
کابل ټکي کام ته رارسېدلي اسناد ښیي، چې سلګونه حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې یو شمېر غړي او یو شمېر سیاسي شخصیتونه چې د برېښنا شرکت لا هم پوروړي دي، د خپل پور د ورکولو نیت نه لري.
د دغه راپور په سر کې د ولسمشر لومړی مرستیا عبدالرشید دوستم، د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محقق، د پخواني ولسمشر دویم مرستیال کریم خلیلي، د بلخ سرپرست والي عطانور، د پکتیا پخوانی والي جمعه خان همدرد او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر ځوی راغلي دي.
په دغه لست کې همدا راز یو شمېر نړیوال سازمانونه، تولیدي او ودانیز شرکتونه او نور زورور چارواکي راغلي دي، چې د برېښنا شرکت پوروړي دي.
پوروړو چارواکو د خپلو پورونو په اړه له مالوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده، مګر د جنرال دوستم دفتر رسنیو ته د ټلیفون له لارې ویلي دي، چې د امور ادارې له لارې پیسې د ورکړې په حال کې دي، او د دا ډول راپورونو خپرونه یې د جنبش ډلې د تخریب کولو لپاره وبلل.
په ولسي جرګه کې هم یو شمېر غړو د برېښنا شرکت له پوروړو چارواکو څخه غوښتنه وکړه، تر څو د دغه شرکت پورونه ادا کړي.
د یو شمېر جګپوړو چارواکو نومونه او د برېښنا شرکت له لورې ورباندې پورونه په لاندې ډول دي:
نوم د پور اندازه
د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم (۲۸.۳۳۳.۲۹۶ افغانۍ)
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محقق (۵۳۳.۲۲۵.۰۰ افغانۍ)
د پخواني ولسمشر دویم مرستیال خلیلي لومړی بېل(۱.۸۱۱.۳۲۰.۰۰افغانۍ) دویم بېل یې (۱.۹۸۷.۰۸۵.۰۰ افغانۍ)
د بلخ د والي عطا نور:لومړی بېل(۲.۵۵۲.۳۹۴ افغانۍ)، دویم بېل (۵.۵۷۷.۳۶۸ افغانۍ) او درېیم بېل یې (۱۰.۱۲۳.۳۲۳ افغانۍ)
د پکتیا پخوانی والي جمعه خان همددر (۷۴۸.۲۲۸ افغانۍ)
د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر ځوی (۸۷۳.۳۶۹.۰۰ افغانۍ)
د یادولو ده، چې د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ملکونو څخه واردیږي.















