کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
کندز ولایت کې هوايي بریدونو او توپونو د لګېدو له کبله ۸۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندز ولایت چې اوس هم د جګړې شاهد دی، نن یې درېیمه ورځ ده، چې جګړه پکې ښه په شدت سره روانه ده.
طالبانو له تېرې جمعې راهیسې د کندز ولایت د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو باندې پراخ تعرضي بریدونه پيل کړي دي، چې دا مهال د کندز مرکز ته رسېدلي دي.
ځايي سرچینو کابل ټکي کام ته وویل، چې عسکر د جګړې پر مهال د هوايي بریدونو ترڅنګ هر لور ته د هاوانونو او توپونو غورځوي، چې د ملکي وګړو کورونه پرې لګیږي.
د ځايي سرچینو د خبر په حواله چې بهرني عسکرو او کورني عسکر د جګړې پر مهال د ولسي خلکو کورونه بمباروي، چې لسګونه ملکي وګړي یې وژلي دي.
ځایي سرچینې وايي، چې د کندز مرکز او ولسوالیو کې د هوایي بریدونو، د توپونو او هاوانونو د لګېدو له کبله ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي، او شاوخوا ۸۰ تنه نور ټپيان دي.
د ځایي سرچینو د خبر پر اساس، چې هوايي بریدونو او توپونو، نه یوازې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، بلکې ګڼ کورونه یې وېجاړ کړي دي.
خبر وايي، چې وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د خبر پر اساس، چې د دغو هوايي بریدونو، توپونو او هاوانونو له کبله سلګونه کورنۍ د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.















