کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندز والي اسدالله عمر خېل رسنیو ته وویل، چې د ښار په ختیځه دروازه او ۶ ولسوالیو کې درنده جګړه دوام لري.
عمرخېل وايي، چې د مقابل لوري بریدونه په شاه تمبول شوي دي، او وضعیت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
مګر طالبان د عمرخېل ادعاوې ردوي، او وايي، چې کندز مرکز کې یې د مقابل لوري بریدونه په شاه تمبولي دي، او درنده مرګ ژوبله یې وراړولې ده.
دوی هم د کندز مرکز کې د درندې جګړې خبر ورکړی دی.
همدا راز ځايي خلک هم طالبان د افغان ځواکونو په پرتله قوي او ځواکمن بولي، او وایي، چې طالبان په پرمختګ کې دي.
له بلې خوا د کندز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین رسنیو ته ویلي دي، چې د کندز امنیتي وضعه د اندېښنې وړ ده، او باید مرکزي دولت ورته جدي پاملرنه وکړي.















