« سرليکنه »
امريکې د نړۍ په کچه په کيوبا کې د ګوانتنامو او په افغانستان کې د باګرام زندان د سياسي زندانونو په توګه جوړکړل ، چې په افغانستان کې د امريکا تر ۱۶ پورې پټ سياسي زندانونه د ولايتونو په هوايي ډ ګرونو او پوځي مرکزونو کې جوړ وو ؛ خو افغان ولس دې زندانونو ته سياسي زندانونه نه ويل، د يوه عام زندان په سترګه به يې ورته کتل. اوس په افغانستان کې د سياسي زندان د پېژندنې روحيه پيداشوه ، چې يو شمېر سياستوال او د علم او فرهنګ سره اشنا افغانان پرې پوهه شول.
افغان چارواکو د اروپايي ټولنې د سروې شوو افغانانو د ذهنونو نظر پوښتنه هم کړې ده ، چې ترې د سياسي زندان معلومات په اسانۍ سره ترلاسه کېدای شي.
که څه هم افغاني چارواکو په افغانستان کې د شوو سروو او نظر پوښتنو مخالفتونه هم کړي ؛ خو د ملي يوالي د حکومت په اړه ، چې نظر اخيستل شوی په ښکاره خو په ملي يوالي حکومت کې ورځای کړل شوي په لوړو او منځنيو پوستونو کسان سياسي زندانيان دي ، هغه څه چې د امريکا د کورنيو ، د فاع او بهرنيو چارو وزارت لخوا چې څه ورته په ليکل شوې بڼه ورکړل شوي ؛ له هغو څخه مخالفت نه شي کولای.
په عامه کچه به نړيوالو ته افغانان ، چې د ملي يوالي په حکومت کې ورننوستل شوي سياسيان ښکاري ؛ خو له سياست سره نابلده دي، د امريکا په سياست کې زندانيان دي ، چې د دې سياسي زندان اندېښنې ورځ په ورځ زياتېږي.
د درو مياشتو راپه دېخوا ، چې د هېواد بې ثباتي ورځ په ورځ زیاتېږي ، د لويې جرګې د جوړولو هڅې د ولسي جرګې او نورو سياسي ګوندونو د مشرانو لخوا پېل شوې وې ؛ خو چې تېره اونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري کابل ته راغی او د ملي يوالي د حکومت موده يې د امريکا د سياست له مخې اعلان کړه ټولو وکيلانو او وزيرانو خپل ځانونه په سياسي زندان کې محبوس وليدل.
که افغان چارواکي په رښتيا په سياسي زندان کې راګير نه وي په خپلو کې به يې د هېواد د کړکېچ د حل لپاره لاره لټولې وه.
په لومړي سر کې ، چې د ملي يوالي حکومت د امريکا په سياست جوړ شوی تر آخره پورې به په دې حکومت کې ولسي جرګې غړي وزيران او دواړه واکمن ؛ اشرف غني او عبدالله سياسي زندانيان وي .
د ملي يوالي د حکومت ولسمشر اشرف غني د حکومت جوړونې په لومړيو کې د څرخي پله له زندانه ليدنه وکړه ، د نارينه او ښځينه وو زندانيانو د دوسيو د څېړنو امر يې ورکړ ، خپله چې د لومړۍ ورځې د امريکا په سياست کې زنداني دي يوازې خپله نه ؛ بلکې ټوله کابينه او د لوړو پوستونو نظاميان او سياستوال يې هم زندانيان کړل ، چې د دې زندان د زياتوالي اندېښنه ورځ په ورځ زیاتېږي.
که خدای مکړه زموږ ځوان نسل ، چې د غربي کلتور د زنداني کيدو په لور روان دی په سياست کې هم زنداني شي ؛ نو بيا به د امريکا له سياسي زندان څخه خلاصون ګران شي او د دولت دا خبره به بې باوره شي ، چې د اساسي قانون پربنسټ د ملي ارزښتونو په ژمنتيا سياسي زندان نشته.















