یوناما: د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې ۶سوه ملکي وګړي وژل شوي
کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې د روان ۲۰۱۶میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې په افغانستان کې ۶سوه ملکي وګړي وژل شوي دي، او ۱۳۴۳ نور ټپيان شوي دي.
یوناما په دغه راپور کې ویلي دي، چې دا د تېرکال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یوناما په راپور کې ملکي وګړو ته د دغو تلفاتو پړه ۶۰ سلنه د دولت پر مخالفو وسله والو او ۱۹ سلنه یې پر دولتي ځواکونو اچولې ده.
یوناما پاتې مرګ ژوبله د دولتي ځواکونو او د دولت د مخالفو وسله والو ترمنځ نښتو کې چې پړه یې په یوه لوري نه اچول کیږي، او یا هم په هغو بمي چاودنو کې چې مسئولیت یې چا په غاړه نه دی اخیستی، ښودلې ده.
یوناما په افغانستان کې په جګړو کې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کړې ده، چې د جګړې پر مهال دې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه اړوي.
د یادولو ده، چې یوناما د تېر ۲۰۱۵ میلادي کال په راپور کې راغلي وو، چې په دغه کال کې ۱۱زره ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي دي.



