کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هرات پخواني والي او جنګسالار اسماعیل خان خلکو ته د غوښتنې په توګه ویلي دي، چې د پخواني ولسمشر نجیب الله تصویرونه مه ځړوئ!
اسماعیل خان د نجیب الله د تصویرونو د ځړولو علت څرګند نه کړ، مګر هغه ته یې د ملت د قاتل نسبت وکړ.
«زه هغو تکنوکراتانو ته، چې له غرب نه راغلي وایم، موږ ته جنګسالار مه وایاست. موږ خپل ملت ته د سولې، یوالي او ورورلۍ پیغام ورکړی او خپل ملت یو موټی غواړو. خو، یوه خبره کوم، موږ خادستان وبخښل او هغوی باید له دغه کار نه ناوړه استفاده ونکړي او د ملت د قاتل، نجیب الله، عکسونه دې د خپلو ګاډو پر ښېښو نه ځړوي.»
نوموړي همدا راز د خپلو څرګندونو پر مهال افغان حکومت د سولې په راوستلو او خلکو ته د ښه ژوند برابرولو کې ناکام وبللو.
اسماعیل خان افغان حکومت ته خبردارۍ ورکړ، که په هرات کې جګړه زیاته شي، نو د حکومت له اجازې پرته به وسله پورته کړي.
«نه غواړو، چې زموږ ښار دې د کندز، بغلان او نورو ښارونو په څېر له جنګ جګړو سره مخامخ شي. موږ ولسمشر ته وایو، چې موږ له روس او طالبانو سره، د خپل دیني هوډ له مخې او د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره وجنګېدو، له چا مو اجازه وانخیسته، قران د مبارزې اجازه راکړې. که زموږ ټاټوبي ته یې جنګ راوړ، که چا اجازه راکوله یا نه، له تاسو ټولو غواړم، چې مبارزه وکړئ او دښمن ته ماتې ورکړئ.»
د یادولو ده، چې وړاندې هم پخواني جنګسالار سیاف په کابل کې افغان حکومت ته د خبرداري په توګه ویلي وو، که حالت خراب شو، د حکومت له اجازې پرته به د طالبانو پر خلاف وسله پورته کړي.















