کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ملي امنیت مشارو محمد حنیف اتمر نن په یوه دوه ورځني سفر چین ته رسېدلی دی.
د ملي امنیت شورا له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې اتمر به په دغه سفر کې د چین له لوړپوړو چارواکو سره د امنیتي او دفاعي مسایلو، د سولې د پروسې او د اقتصادي مرستو په اړه خبرې اترې وکړي.
چین د افغان سولې په اړه په څلور اړخیزه غونډه کې له ګډونوالو څخه دی.
د یادولو ده، چې حنیف اتمر وړاندې هم هند، چین او نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.















