د ټرمپ مسلسلې تېروتنې د ده پر عصبي ناروغۍ دلالت کوي
کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند څخه ولسمشرۍ ته نوماند ډونالډ ټرمپ لکه څرنګه چې وړاندې د خپلو څرګندونو پر مهال د خپل هېواد په اړه تېروتنې کړي دي، نن یې یو ځل بیا د تېروتنې لور ته ودانګل.
ټرمپ چې خورا کبرجن او مسلم دښمنه انسان دی، تل د خپل کبر او غرور له کبله په هره غونډه کې سپک شوی، او تېروتی دی.
په ۲۰۰۱میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه په نیویارک کې بریدونه ترسره شول، مګر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو په نېټه کې تېروتو.
ډونالډ ټرمپ د نیویارک د بریدونو نېټه د جولای میاشتې ۱۱مه نېټه یاده کړه، او سپټمبر یې په جولای بدل کړ.
ډونالډ ټرمپ دغه وینا په بفولا کې وکړله، ویې ویل:
«زه په نیویارک کې وم، د جولای په ۱۱مه نېټه د نړیوال سوداګریز مرکز سره چې کله بریدونه وشول، ما خپل پولیس او د اور وژنې ادارې منسوبین ولیدل، چې ټول په خپلو کارونو اخته وو.»
کارپوهان وایي، ښایي ټرمپ د (nine-eleven) چې امریکایان یې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې لپاره کاروي، د (seven-eleven) سره چې د امریکا د یوه مارکېټ نوم دی، سره ګډ کړی وی.
د یادولو ده، چې ټرمپ وړاندې هم څو ځله تېر وتلی دی، د بېلګې په توګه یوه ورځ د خپلو څرګندونو پر مهال ترې د خپل ولسمشر نوم هېر شو، چې دا د ده پر عصبي ناروغۍ دلالت کوي.



