کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
دا چې طالبانو نوي پسرلني عملیات د عمري عملیاتو په نوم پیل کړي دي، او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خورا توند روان دي، او افغان حکومت ته یې د ګڼو ولسوالیو د سقوط اندېښنې ورواچولې.
همدغه اندېښنې ښيي، چې د ولسمشر لومړی معاون جنرال عبدالرشید دوستم د طالبانو پر خلاف د شمال په لور وخوځېدو.
دوستم چې نن له کابل څخه شمال ته ولاړو، لومړی ناسته يې د بلخ ولایت کې وه، او وروسته شبرغان ښار ته ولاړو.
دوستم په شبرغان کې لومړی د جوزجان له لوړپوړو قومندانانو او امنیتي ارګانونو سره خبرې اترې وکړې.
جنرال دوستم وویل، چې د طالبانو د ماتولو په موخه به د شمال په نا امنو سیمو کې عملیات پيل کړي.
ده وویل، چې طالبانو لا هم په شمال کې له جګړو څخه لاس نه دی اخیستی، او اوس هم سرتيري او بمي بریدونه کوي.
دوستم همدا راز وویل، چې په جوزجان، فاریاب، کندز او نورو ولایتونو کې به طالبانو ته عبرتناک درس ورکړي.
دوستم چې وړاندې هم شمال ته سفرونه کړي وو، د تلفاتو په لیدلو سره به بېرته کابل ته راوتښتېدو.
یوې امنیتي سرچینې د دوستم په اړه وړاندې ویلي وو، چې دوستم په شمال کې د طالبانو پر خلاف نه، بلکې د قومیت پر سر جګړه کوي.
د یادولو ده، چې څه موده وړاندې جنبش دوستم او د جمعیت ملېشو تر منځ په بلخ کې جګړه شوې وه، چې دواړو خواوو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې وه.















