کابل کې دویمې چاودنې هېڅ زیان نه دی اړولی

کابل ټکی کام۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کابل څخه خبري منابع وايي، چې د کابل په شيرپور سیمه کې دویمه چاودنه شوې ده.
خبرونه وایي، چاودنه ډېره ستره او درنده بلل شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دغه چاودنه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت دغه چاودنه د سړک د غاړې بمي چاودنه بللې ده.
باید ووایو، په شیرپور سیمه کې زیاتره لوړپوړي چارواکي اوسیږي.
د یادولو ده، چې له دې څخه څو ساعتونه وړاندې د کابل په پل محمود خان کې د طالبانو له خوا سرتيري بریدونه ترسره شول، چې له کبله یې سلګونو مهمو استخباراتي کارمندانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button