د کابل د چاودنې په اړه غندنې نه بلکې استعفا ته اړتیا ده!

ډاکټر آصف

د هېواد پایتخت کابل په مسلسل ډول د درنو چاودنو ښکار ګرځي، سره له دې چې دولتي بې شمیره ارګانونه چې د ملیونونو ډالرو په لګښتونو سره وروزل شول، شمیره یې له حد نه زیاته شوه او په هر راز تخنیکي او نظامي وسایلو سمبال کړای شول، د بې شمیره بهرنیو هیوادونو نظامیان یې تر شا حمایی ته هم ودریدل، د هیواد ځمکه او فضا ټوله د دوې د درنو توپونو، ټانکونو، او ډول ډول الوتکو غرمباو ونیوله، خو بیا هم په حساسو ځایونو کې داسی مرګوني چاودنی ترسره کیږي چې د دغو ټولو ارګانونو مسولین یې ګوته په غاښ کړي دي.

نو ولس پوښتنه کوې چې آخر دا ولې؟

د دې لامل څه دی؟

 او ولې داسې کیږي

او تر څو به دا ناورین دوام پیدا کوي؟

 ولې د (ع) او (غ) کاواکه اداره د دغه ډول بوږنوونکو پیښو مخنیوی نشي کولای؟

که له مخنیونې نه یې عاجز وي نو  د دیموکراتانو په حیثیت دی اقلاً استعفا کولو ته حاضر شي، او که په داسی موقف کی اسلام خو پریږده چې دموکراسي هم نه مني او د قدرت په ګدۍ داسې ټینګ ناست دې چې استعفا کولو ته هم نه حاضریږي نو باید چې قضائي ارګانونه نور د دوی په وړاندې چُپه خوله پاتې نشي! ځکه چې د قضایی ارګانونو وظیفه ده چې یا دې ملت له دې کاواکه او مفسدی ادارې له منګولو وژغوري او د قانون په اساس دې سزا ورکړي او یا دې یې استعفا ورکولو ته مجبور کړي.

که فرضا قضائي ارګانونه هم ځان له خپل مسولیت نه عاجز بولي او دا یو هم نه شي کولای نو بیا دی په دی پوه شي چې ملت به مجبوراً په یو ستر ملي پاڅون کولو لاس پورې کړي، ځکه چی د ملت د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده او زغم یې اخري حد ته رسیدلی دی.

د بهرنيومیلمنو! ځواکونو نه خواولس ځکه ګیله نه لري چې هغوی خو په مکرر ډول په ډاګیز ډول اعلان کړی دی چې هغوی د القاعده او طالبانو د ختمولو لپاره افغانستان ته راغلي دي او د افغانستان امنیت ساتل او بیا رغاونه د افغانانو خپل کار دی او په ضمن کې څوک ورسره یو بل ماموریت هم وراضافه کړي چی دوی د افغان مظلوم ولس په بی ګناه خلکو باندی د بمباریو لپاره راغلي دي نو مبالغه به نه وي.

اوس داسې معلومیږي چې د لسګونو بهرنیو هیوادونو په مالي او نظامي مرستو ولاړه مفسده اداره نور نه په ولایاتو کې امنیت ټینګولی شي او نه په پایتخت کې، د دې ادارې حال د ډاکټر نجیب د حکومت وروستیو ورځو ته ورته دی چی دځنکندن آخرۍ سلګۍ وهي ځکه چې د هیواد د امنیت ساتل د حکومت له اولویاتو څخه وي او کوم حکومت چې د خپل پایتخت امنیت نشي ساتلی نو نوره حکومت داری به څه ډول پر مخ بوځي نو ځکه به د دزوال په لورې درومي.

نو له دې نه معلومیږي چې دا حکومت د اولس پر اوږو په جبري توګه یو تحمیل شوې مفسد حکومت دی که داسی نه وي نو د طالبانو د حکومت پر مهال نه غلا وه، نه فساد و، نه نا امني وه، نه بل کوم ناورین او نه یې تر شا د دومره هیوادونو نظامي ځواک وجود درلود اوهر چا کولای شول چی د افغانستان هرې نقطی ته په ډاډه زړه سره هر وخت کی سفر وکړي. خو متأسفانه اوس خو لرې پرتې نقطې پریږده چې په مراکزو کې هم څوک په ډاډه زړه تګ راتګ نشي کولای او هره دقیقه د خطر احساس کوي لامل یې دادی چې دا د پردیو په اوږو راغلی اداره ده.

همدا راز نن په افغانستان کې د آفیونو د کښت او قاچاق عملیه خپل اوج ته رسیدلې ده او لوړ پوړي چارواکی لا هم قانون تر پښو لاندې کوي او پر کمزورو خلکو باندېیې د برچي په زور تطبیقوي، دا ټول هغه عوامل دي چی د دغه مفسد حکومت د سقوط باعث به وګرځي، او د پایتخت په شمول ټول ولایات به ورځ تر بلې د نا امنۍ ښکار کیږي نو ځکه ویلای شو چې دغه ټولې نادودې د دغو چاودنو او امنیت خراپیدلو ستر عوامل دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button