عراق پلازمینه کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۰۳غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري منابعو خبر ورکړی دی، چې د عراق پلازمینه بغداد کې د یوې چاودنې له کبله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
العالم خبري اژانس د بغداد د پولیسو له قوله لیکلي دي، چې د عراق پلازمینې بغداد په الرضوانیه سیمه کې پر حسینیه یو بمي برید ترسره شو، چې له کبله یې ۲۵ کسان مړه او ژوبل شول.
سومریه نیوز د پولیسو د یوې خبري منبع له قوله لیکلي دي، چې نن ماسپښین (جمعه) یو سرتېری له خپلو چاودېدونکو توکو سره حسینیې ته ننوت، او ځان ته یې انفجار ورکړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button