د یمن د سولې خبرې نن په کویټ کې پيل شوې

کابل ټکی کام ۰۳غویي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی دی، چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ نن په کويټ کې د یمن د جګړې په اړه د سولې خبرې پیل شوي دي.
دغه اژانس وايي، چې حوثیان د سولې خبرې بې مفهومه بولي، او د یمن د سولې په خبرو کې یې د نه ګډون اعلان کړی.

باید ووایو، د سولې خبرې باید تېره دوشنبه د اپرېل په ۱۸مه نېټه ترسره شوې وای، خو د حوثیانو له لورې د سولې په خبرو کې د نه ګډون له کبله وځنډېدې.
له بلې خوا حکومتي ځواکونه د اوربند څخه سرغړونه کوي.
د یادولو ده، چې وړاندې د حوثیانو یو هیئت کویټ ته په دې موخه تللی وو، تر څو هلته د یمن او د حکومتي استازو سره خبرې اترې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button