د کابل وروستي برید څه په ډاګه کړل؟!

ليكنه : شاهد غزنیوال
د تیرې سه شنبې په ورځ د کابل ښار په محمود خان سیمه کې د ملي امنیت پرلسم ریاست خونړی برید تر سره شو چې له امله یې د یاد ریاست ۴۰۰ منسوبین مړه او ژوبل شول.
تر برید سمدستي وروسته د هغه مسؤلیت طالبانو په غاړه واخیست او هغه یې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د هغوی د ملاتړو په خلاف د خپلو پیل کړیو عمري عملیاتو یوه مؤثره پیلامه وبلله.
د یاد برید ماهیت ته په کتو سره هغه د خپل نوعیت له مخې یو ډیرمؤثر، او تکتیکي برید ګڼل کیږي چې دولتي ځواکونو ته یې په امنیتي او تبلیغاتي لحاظ دروند ګوزار ورکړ.
یاد برید د خپلو زماني او مکاني شرائطو له مخې په داسې حالت کې تر سره کیږي چې ورا ترمخه طالبانو پسرلني عملیات اعلان کړي چې له امله یې حکومتي ځواکونو ټولو فوق العاده احضاراتي وضعیت خپل کړی.
په دغسي فوق العاده محاربوي حساس وضعیت کې د کابل په ترټولو حساسه سیمه د ارګ او دفاع وزارت په خوله د استخباراتو پر لسم ریاست د دغه ډول نوعي برید ترسره کول په خپل ذات کې د طالبانو د فوق العاده محاربوي مهارت او عسکري تکتیک ښکارندويي کوي.
کولای شو د یاد برید تکتیکي او محاربوي مشخصات په لاندې توګه تشریح کړو:
د برید لپاره په امنیتي لحاظ تر ټولو مهمه نقطه انتخاب شوې وه.
د برید د تنفیذ لپاره داسې کسان انتخاب شوي ووچې هغوی د برید د تنفیذ له ساحې سره د مکمل بلدیت ترڅنګ د ډیر لوړ پوځي مورال او د ماهرانه محاربوي تعلیماتو وړتیا هم لرله.
همدا لامل و چې هغوي څلورو تنو په لسم ریاست کې له شته سلګونو مجهزو امنیتي ځواکونو سره داسې مقاومت وکړ چې هغوی یې له خپلو ټولو کشفي او پوځي تجهیزاتو سره سره تر څلورو ساعتونو پوري مصروف او مرګونې تاوانونه يي ور واړول .
هغوي څلورو واړه وتوانیدل د ژوند تروروستۍ لحظې پوري حیرانوونکي مقابله وکړي او یوه تن یې د خپلو شته امکاناتو له تمامیدو وروسته د ځانګړې تکتیک له مخې د محاربې له ځایه روغ رمټ خپلو ملګرو ته ځان ورساوه.
د برید د تنفیذ لپاره مجهز شوی موټر بم په داسې مهارت ترتیب شوی چې ویې کړای شول د ښار له ټولو امنیتي او کشفي نقاطو څخه په ډیرې آساني سره د هدف تر ځایه ځان ورسوي.
که څه هم چې دولتي او دهغو پلوي رسنیو په برید کې د ولسي وګړو د ډیرې مرګ ژوبلې په اړه ډیر تبلیغات وکړل ، خو په حقیقت کې د برید په نښه شوي ځای او دبرید لپاره عیارشوي موټر بم په داسې تکتیک مهیأ شوی و چې د هغه د مثبتو اثراتو په نسبت یې ولسي تلفات په نشت حساب ول.
همدا لامل دی چې په یاد برید کې دولت پلوي رسنیو د ملکي تلفاتو په اړه د ودانیو د ماتي شویو ښیښو له تصويرونو خپرولو پرته بله هیڅ بیلګه وړاندې نشوای کړای .
په روغتونونو کې چې يې د ولسي کسانو په نوم د کومو کسانو تصویرونه خپاره کړل د هغوی په وجود د ټپونه هیڅ نښې نه لیدل کیدلې، او د امنیت ملي مربوط کسان چې واقعا ټپیان وودوی يې له امنیتي لحاظه د تصویرونو خپرول نه غوښتل.
په یاد برید کې هغه مهم استخباراتي مرکز په نښه شو چې په ټول کابل کې د دا ډول بریدونو د تعقیب ، کشف او مخنیوي مسؤلیت یې درلود، چې په دې سره طالبانو وکړای شول د پلازمینې په داخل کې له جانب مقابل څخه په پوځي فعالیتونو کې ابتکار عمل په لاس کې واخلي او هغوی یواځي په مغلوب دفاعي وضعیت کې وساتي.
یاد برید سر بیره په دې چې امنیتي ځواکونو ته يي په پوځي لحاظ دروند ګوزار ورکو په رواني لحاظ یې د هغوي معنویات سخت متأثر او د هغوي په منځ کې یې یو پر بل بي باوري ایجاد کړه .
یاد برید د بهرنیانو او ګډ حکومت هغه ټولې ادعاوي تر سیوري لاندې راوستلې چې دوی د کورنیو امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړ والي په خاطر کولي.
یاد برید په بشپړه توګه د طالبانو دعمري عملیاتو په مقابل کې د امنیتي ځواکونو کمزوري او بي کفایتي څرګنده کړه ځکه همدا ځواکونه چې د فوق العاده محاربوي احضاراتو په حال کې د ارګ او دفاع وزارت په خوله کې د طالبانو د بریدونو مخنیوی او مقابله نشي کولای نو د هیواد په لیري پرتو سیمو کې چې د اکمال او تجهیز کچه یې تر کابل کمزوري ده څرنګه د مقابلې توان ولري؟
ياد بريد د کابل حکومت هغه ادعاوي ناکاره کړي کومې چې دوی د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په اړه کولې او هغه یې تش تبلغاتي عملیات بلل.
د طالبانو دعمري عملیاتو په پیل کې یاد برید د دې ښکارندوینه کوي چې راتلونکي نور عملیات به یې تر دې نورهم موثر او کارنده وي چې خامخا به په افغانستان کې نظامي او سیاسي وضعیت د طالبانو په ګټه بدلوي او بهرني ځواکونه او د هغوی تحت الحمایه رژیم به په یوه کمزوري دفاعي وضعیت کې را ولي.



