پارېس کې د خلکو او پولیسو ترمنځ تاوترېخوالی زیات شوی

کابل ټکی کام ۰۴غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
فیګارو فرانسوي ورځپاڼې لیکلي دي، چې د پارېس د جمهوریت په واټ کې د لاریون پر مهال د خلکو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب رامنځته شوی دی.
ورځپاڼې لیکلي دي، د سلګونو کسانو له خوا لاریون شوی وو، چې د پولیسو سره له اخ او ډب وروسته له دغه لاریون څخه ۱۲ کسان ونیول شول.
«نیمه شپه وه، سلګونه لاریون کوونکو په دې موخه لاریون کړی وو، چې ورانکارې کړنې تنظیم کړي، د پولیسو له کمربند څخه د اخ او ډب په مټ تېر شول، او پولیسو ۱۲ کسان ونیول.»
دغه ورځپاڼه کاږي، چې مظاهرچیانو د پولیسو یوه موټر ته اور هم ورته کړی، او درې نورو موټرانو ته یې هم زیانونه اړولي دي.
پولیسو د مظاهرچیانو د دغو کړنو په غبرګون کې د دوی د تیت پرک کولو لپاره له اوښلن ګاز څخه کار واخیستو.
باید ووایو، چې د پارېس د جمهوریت په واټ کې له درو اونیو راهیسې مظاهرې روانې دي.
د مظاهرچیانو شعار د «پښو شپې» دی.
د پارېس د کورنیو چارو وزارت هم د دغو لاریونونو په تأیید کې ویلي دي، چې د لاریون پر مهال د پولیسو سره په اخ او ډب کې شاوخوا ۱۵۰ پولیس ټپيان شوي دي.



