ملي امنیت ریاست: «کندز کې مو د طالبانو نظامي مشر نیولی»

کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ملي امنیت ریاست په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې ادعا کړې ده، چې په کندز کې یې د طالبانو یو پوځي مسئول نیولی دی.
فیسبوک پاڼې لیکلي دي، دغه کس چې قاري سلیم نومیږي، د کندز-خان اباد لارې پر سر د کانټینرونو او ونو په اېښودلو سره یې دغه سړک د ترافیکو پر مخ تړلی وو.
د ملي امنیت ریاست وایي، چې قاري سلیم او ورسره څلور نور ملګري د قشلاق بوین کلي کې نیول شوي دي.
باید ووایو، چې تېره شپه په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو او د دولتي سرتېرو ترمنځ سخته جګړه ونښته، چې له امله یې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تراوسه پورې طالبانو د قاري سلیم نیول نه تأیید کړي، او نه هم رد کړي دي.
د یادولو ده، چې وړاندې هم افغان حکومت څو ځله له خلکو غوښتي وو، چې د قاري سلیم په نیول کېدو کې ورسره مرسته وکړي.



