چهارشنبه, اپریل 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کبرجن کاسه چپه  ده

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 25, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
16
ځلې شریک شوی
197
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 لیکوال : ع.اسد خیل

کله چې اشرف غني د قدرت په ګدۍ کیناست نو خلکو د افغانستان د پرمختګ او اقتصادي رغونې خوبونه لیدل، ټولو دا فکر کاوه چې ګوندې اشرف غني یو اقتصاد پوه شخصیت دی چې په ډیری هیوادونو کې یې هم اقتصادی رغوني تر سره کړي دي؛ اوس د حالت په لیدلو او د حقیقت په ښکاره کیدلو خلکو ته شک پیدا شوی دی چې آیا د اشرف غني په هکله دغه ډول معلوماتو حقیقت درلود او که محض د هغه لپاره د بهرنیانو د چینلونو پوچ تبلیغات وو، ځکه چې خلکو په خپلو سترګو ولیدل چې د نوموړي قدرت ته په رسیدو سره سم د افغانستان هر اړخیز اقتصاد مخ په شړیدو پیل وکړ.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

د افغانستان پولي سیستم سخت کمزوری شو د افغانۍ پولي واحد ورځ تر بلې د نورو هیوادونو د اسعارو په مقابل کې مخ په ښکیدو شو، کاروباریان د کاروبار له کمزورې کیدو نه سر ټکوي، ځکه چې عایدات یې د نشت برابر شوي دي، د ځمکو د پیرلو او پیردلو نرخونه نیم په نیمه راپریوتي دي، کرایې کورونه تش پاتي دي، واردوونکی او  صادروونکي د پیسو په سر یو د بل ګریوانونه شلوي، سرمایه اچوونکو خپله سرمایه اچونه معطل کړې ده، ځوانان له هیواد نه په تیښته کې د خیالي جنت خوبونه ويني، د کورونو او بلډنګونو ابادیانی ځای پر ځای ولاړې دي، د ښارونو په چوکونو کې د کارګرانو او مزدورانو ځای نشته، بزګران د حاصلاتو د نه خرڅیدو یا په کمه بیه خرڅیدو نه لالهانده دي، امنیت د نیشت برابر شوی دی، هر سړی په دې هڅه کې دی چې له افغانستان نه پښې سپکې کړي، همدا راز هیواد ته د ګډو د راتلو په بهیر کې حیرانوونکی کموالی رامینځته شوی دی، په دولتي ارګانونو کې فساد غلا، چور، او اختلاس خپل اوج ته رسیدلی دی.

 دا او داسی نور، ټول ملت او نړیوالو ته د لمر په څیر ښکاره دی او هر څه په خپلو سترګو ګوري، خو سره له دې اشرف غني او د ده د بنډار انډیوالان او ورسره په څنګ کې د شاهزادګي ډاکټر عبدالله او د هغه لنډغر لا هم په خپل مشرتابه ټینګار کوي او ملت ته حالات داسې ښي لکه هیڅ هم چی نه وي، او خیر خیریت وي او د افغانستان حکومتي سیستم د نورو هیوادونو په څیر په نورمان ډول روان وي، له بلې خوا هغه تمیلوونکي نړیوال هیوادونه چې دغه حکومت یې تر افغانستانه په کش کولو رارسولی او لا یې هم په پښو درولی او ساتلی، هم د خپلو کومو نامعلومو موخو په خاطر داسې چوپتیا غوره کړې چې په هیڅ منطق او ملي او بین المللی اصولو برابره نده.

دا او داسې نور له دې ټولو نه په ډاګه جوتیږی چې: د ملي وحدت حکومت د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ملت ته ښکرور درواغ ویلي وو او اوس لا هم درواغو ته دوام ورکوي او په ضمن کې يې اوس د کبر او غرور خبرې هم تازه پیل کړي دی، نو ځکه ويلای شو چې دغو درواغو او کبر د دې حکومت پاتې کیدل ناشوني کړي دي،  ځکه چې یو خو:

 د درواغو مزل لنډ وي

او بل:

د کبر جن کاسه چپه ده *** لاس یې تش خوله یې سپیره ده

د قانع ډوډۍ پخه ده *** لاس یې ډک خوله یې خوږه ده

او یو حدیث شریف هم د کبرجن د تباه کیدو زیری ورکوي او فرمایی چې: (من تکبر قصمه الله) که چا کبر وکړ نو خدای به یې ټوټې ټوټې کړي.

نو لرې نه ده چې د پورته حدیث شریف او پښتني متل او شعر له مصداق سره سم د دغه درواغجن او کبرجن حکومت بد انجام ملت او نړیوال په خپلو سترګو وګوري اوډیر زربه پخپله او یا هم د ملت په طوفاني قیام په ګرداو کې ونښلي او رانسکور کړای شي، چې بیا به هر یو د خپلو کړو جنایاتو پوښتنو ته ځواب ورکوونکی وي.

لوی ټکي: اشرف غنیافغانۍانتخاباتعبد اللهکابلکبرجنهیوادوحدت ملي حکومت
مخکینې مطلب

ملي امنیت ریاست: «کندز کې مو د طالبانو نظامي مشر نیولی»

بل مطلب

تېره میاشت د سختو ورښتونو له کبله ۱۰۸ کسان وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ۱۸۸۷ کورونه وېجاړ شوي دي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com