پکتیا: ګردېز ښار کې د امنیتي چارواکو پر خلاف سلګونو کسانو لاریون وکړ

کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له پکتیا ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت مرکز ګردېز ښار کې سلګونو کسانو د امنیتي چارواکو پر خلاف لاریونونه کړي دي، او پر هغوی باندې یې اعتراضونه کړي دي چې د مشکلاتو لامل يې ګرځيدلي دي.
لاریون کوونکو د امنیتي چارواکو پر خلاف اعتراضاً د ښار ټول دوکانونه تړلي وو، او پر چارواکو یې نیوکه کوله، چې د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې ناکام دي.
«چارواکي زمونږ او د خلکو امنیت نه شي ساتلی، او د ښار دکانونه به تر هغو پورې بند وي، تر څو مو چې غوښتنې ونه منل شي.»
له امنیتي چارواکو څخه د لاريونکونکو غوښتنې دا وې چې (په ښار کې د سوداګرو، قومي مخورو او د خلکو د ژوند په خوندیتوب کې ناغېړي کوي.)
باید ووایو، دغه لاریون داسې مهال کیږي، چې څه موده وړاندې د پکتیا د سولې شورا غړی او قومي مشر حاجي اسحاق او د هغه زوی په ګردېز ښار کې د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شول.
د یادولو ده، چې په پکتیا کې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي، مګر د قاتلینو په اړه یې هېچا هم ګام نه دی پورته کړی.



