تېره میاشت د سختو ورښتونو له کبله ۱۰۸ کسان وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ۱۸۸۷ کورونه وېجاړ شوي دي

کابل ټکی کام ۰۶غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سختو ورښتونو زور نیولی وو، چې خورا مالي او ځاني زیان یې واړولو، دا مهال د تېرې میاشتې د سېلابونو له کبله د ځاني او مالي زیانونو په اړه د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې ادارې له لورې کابل ټکي کام ته په رالېږل شوي راپور کې چې ټول يې یوځای کړي دي، راغلي، چې د سختو ورښتونو له کبله ۱۰۸ کسان وژل شوي، او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
همدا راز د مالي زیانونو په برخه کې یې ویلي دي، چې د هېواد په مرکزي، شمالي، سوېل او لویدیځو ولایتونو کې سختو ورښتونو ۱۸۸۷ کورونه وېجاړ کړي دي.
همدا راز د سختو ورښتونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
راپور کې راغلي دي، چې دوی له ټولو سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې کړي دي، مګر د کورنیو شمېره یې نه ده متعینه کړې.
په راپور کې چمتووالی ښودل شوی دی، چې دوی کولای شي، چې سېلاب ځپلو ته په خپل وخت مرستې ورسوي.
د یادولو ده، چې سږ کال د هېواد په سړو ولایتونو کې د تېر کال په پرتله واورې کمې وشوې، مګر د تېر کال په پرتله دا کال د ورښتونو کچه زیاته وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button