
يو بلال به اذان وکړي له کابله
شعر / راشد
دې ناورين کې زه حيران شــــــم کله کله
دا د ويـنــــــــــو رود روان به وي تر کله ؟
مسلمان به وو غالب اوس مغلوب ښکاري
دغه تلـــــــــــــــــــــه به وي داسې که پر بله
بيا معمــــار شي ســـــتا تکل کنډر زړګي ته
ای يرمــــــــــــــــــــوک کې مؤمنانو سره مله
له وړيو نه جوړ دام به درنه يوســــــــــــــي
د زمرو منځ کې به تــــش ګير شي پاګلــــه
يرغلګرو ته خـــــــــــــواخوږي د قوم وايې
شاشجاع هــــــــــــم وو بد نام له دې کبله
بيا به ښکته د حسرت کنده کې ناست يې
چې بادار دې شي په تېښته د قـــــــــام غله
د نصرت ماليار به ټوک کړي ستا انګړ کې
ګل د فتحې پاس په غــــــــــرو د غازي پله
لوی فاتح به د قوم هـــر کس ته دوا شي
يو بلال به اذان وکړي لــــــــــــــــــــه کابلـه
مونږه لاړو ته رازه د ننګ ډګـــــــــــــــــر ته
ای زلميه ! زمونږه هيلې او اتله !



