
عشق ، دوستي او محبت
عنايت عابدزی
١-عشق د روح د خوشالۍ او د جسم د آرامۍ سبب ګرځي.
٢- عشق د اور په څير دى که نه وي کور به يخ او تياره وي او که په بې ځايه ځاى کې اور بل شى د تاوان سبب ګرځي.
٣- که له عشق سره مينه وکړئ کيدای شي چې مينه در څخه وتښتي(نسيم حجازي)
٤- هغه معشوقه چې سترګې يې خوښه کړى کېدای شي چې زړه يې هم خوښه کړي خو هغه معشوقه چې زړه يې خوښه کړي نو يقيناً د زړه تسل به وي ( حجازى)
٥- زندګې ګل دى او عشق خواږه شهد دي (ويکتور هوګو)
٦- د زندګۍ رڼا يوه اندازه د عشق رڼا هم ده (تاګور)
٧- د ټولو نه ښه نشه او له ټولو سخترين دښمن عشق دى (باى لى)
٨- د عشق د ظاهرولو لپاره يوې وړى اشارې ته ضرورت وي چې هغې سره عشق نښلي(استاندال)
٩-عشق هغه بلا او مصيبت دى چې ټول خلک يې خوښوونکي دي (افلاطون)
١٠-عشق د زندګۍ مالګه او مزه ده . (تى ناير)
١١-اولنى عشق همېشه د کم جهل سره مل وي (جرج برناد شاو)
١٢- زما ځان همېشه د ريښتينې اوحقيقي دوستانو نه قربان دى
١٣- په دنيا کې هغه سړى غريب دى چې ملګرى ونلري (عبيد الله زاکانى)
١٤- يواځېنى شى چې مونږ له نورو سره دوستۍ ته اړ باسي ښه اخلاق او کاميابي ده (افلاطون)
١٥-کله چې عشق پيوند ومومي مرګ هم د هغې په خلاصولو نه بر لاسى کېږي(ولتر)
١٦- زيات نفرت کول په اخره کې د يو لوى عشق سبب ګرځي(ګرجستانې)
١٧-عشق پخپله يو عذاب دى له هغې محروميدل مرګ دى (شکسپير)
١٨-عشق د هغې اور غوندې دى چې څومره زياته شغله کوي په هماغه اندازه يې زر شغله کمېږي(اسکاورد)
١٩-کله چې عشق د زړو خلکو زړونو ته داخل شي زاړه ځوانان کوي (جرج برنادشاو)
٢٠-هغه څوک چې د مال ، زر،دولت ، کور ،ځمکې او عيش عشرت سره عشق کوي هېڅکله د بشر سره حقيقي عشق نشى کولاى(اپيکتت)
٢١-د نړۍ د خوشحاليو څخه برخمن يم ځکه په زندګۍ کې مې عشق کړى (شکسپير)
٢٢-د عاشق سړى مخکې د عشق د ګرفتارۍ نه غير ټولې ګرفتارۍ هېڅ دي (ايرلندى متل)
٢٣-کله چې عشق مطرح شى عقل خپل ساز او سامان راټولوي او……………(مترلينک)
٢٤- که انسان وغواړي په عادى حالت کې يو کمال زده کړي کېداى شي دغه کمال په پنځه کالو کې زده کړي ليکن که چېري د عاشق دغه کمال ته د عشق په حالت کې مجبور شي کېداي شي دغه کمال په يوه ورځ کې زده کړي (امدسن)
٢٥-عشق د واده نه خوږ وى لکه څرنګه چې ناول د تاريخ څخه خوږ وي (ولتر)
٢٦- زندګې خوب دى او عشق د خوب لپاره بالښت (آلفرد دوماسه)
٢٧- عشق د ښځې لپاره هغه ناول دى چې ښځه يې پخپله قهرمانه وي او د سړي لپاره داسې ناول دى چې هغه يې پخپله ليکوال وي (ولتر)
٢٨- په عشق او جنګ کې هر څه ازاد دي (متل)
٢٩-درې شيان پټ نه ساتل کېږي[عشق،ټوخې او لوګى((دود)) ]
٣٠- ددوه متفاوته جنسونو تر منځ تفاهم د عشق څخه عبارت دى(امادام دوا شتال)
٣١-د سړي له نظره عشق او محبت زندګي ده (ډاکټر سپهرى)
٣٢- عشق انسان عاقل او با تجربه کوي (براوتيک)
٣٣- واده کول ددرې شيانو څخه عبارت دى (درې هفتي اشنائې، درې مياشتې عاشقي ، درې کاله جنګ اوديرش کاله تحمل(تن)


