ولادیمیر پوتین ولې په ناڅاپي ډول سوریې ته ننوت او په ناڅاپي ډول بیرته ووت؟

لیک: إبراهيم فريحات

د جورج ټاون په پوهنتون کې د نړیوالو شخړو او منازعاتو استاد

ژباړه: قاضي تاج محمد عرفان ( د کابل ټکی کام همکار )

آیا په سوریه باندې د روسیې نظامي یرغل د روسې د ګټو او که د سوریی د کومو خاصو مفاداتو په خاطر و؟ او کنه دا په کرملین کې د کی جی بي یو طرحه شوی پلان و چې د کومې بلې موخې لپاره پرې کار شوی و؟

پوټین له هغه وخت نه چې ولسمشر شوی دی درې جګړې پر مخ بوتلې: د چیچن، جورجیا او اوکراین جګړې یې ترسره کړې او درې واړه یې وګټلې نو ځکه یې د سوریې جګړی ته هم د ګټلو تمه ټینګه وه.

د لمر په څېر روښانه خبره ده چې په سوریه کې د روسیې مداخلې وکولای شول چې د بشار حکومت په موقت ډول له نسکوریدو وژغوري، او دا هغه لاسته راوړنه وه چې ایران نه د خپلې مستقیمې مداخلې له لارې او نه یې دحزب الله په لاس د جګړوله لارې ترلاسه کړای شول، د روسانو له مداخلې نه وروسته نظام بېرته په پښو ودرید، بیرته حلب ته ورسیدو او د حمص او حماة ځینې سیمې یې هم لاندې کړې او د کویرس او تدمر د ښار مرکزیت یې هم لاسته راوړ.

د پوټين د دا ډول بریالۍ مداخلې نه معلومیږي چې له سوریې نه بیرته وتل یې هم موقت دي، او روسیه ځکه بېرته له سوریې ووته چې په دې پوهېده چې له دې نه زیات نور څه لاسته نه شي راوړلی، او په دې هم پوهیده چې که خپل مداخله هر څومره نوره هم وغزوي نو نشي کولای چې مقاومت په بیخي توګه وټکوی، که هغه افراطي مقاومت دی او که میانه رو. او نه یې دا په توان پوره وو چي د سوریې ټوله خاوره بیرته د مقاومت له منګولو وژغولای شي چې دا د بشار د دولت یوه حتمی خوب لیدنه وه ځکه د روسیی پوځونو په وتلو سره د سوريې حکومت سخت ټکان وخوړ.

دا سمه ده چې خلکو ته په سوریه کې د روسې مداخله ناڅاپي ښکاریده خو دا په تاکید سره ویلای شو چې دا ناڅاپي مداخله نه وه بلکې سپینی ماڼۍ او بارک اوباما هم په دې اعتراف وکړ چې د روسیې مداخله د امریکا په شین چراغ ترسره شوه او وتل یې هم د امریکا په شین چراغ سره پای ته ورسیدل.

د پوټین بله غټه لاسته راوړنه دا وه چې په نړیواله سطحه د روسیې نوم یو ځل بیا اوچت کړي او دا وښیي چې روسیه اوس هم لا د سترو قدرتونو (د امریکا متحده ایالات، او اروپا) سره یو ځای سم قدم اخلي، نو سوریې ته د روسیې ننوتل او بیرته وتل په سیمه کې د موازنی ساتل وو، ځکه یې وتل په جنیوا کې له مذاکراتو نه یوه ورځ مخکې پیل شول او دا کار دې ته یوه څرګنده اشاره وه چې روسیه د اسد د نظام دعسکرو نه راضي نه وه، او بل دا چې پوټین دا وښوده چې ګوندې روسیه یواځینی هغه ځواک دی چې کولای شي د پوځي مداخلې له لارې‎ د اسد نظام ته بیرته ژوند وبخښي او پوټین یواځینی شخص دی چې کولای شي افراطي وسله والو باندې فشار راوړي څو مذاکراتو ته په کیناستو مجبور شي.

پوټین خپلو سیالو مقتدرو هیوادونو ته دا جوته کړه چې روسیه د هغو شخړو د حل لپاره یواځینۍ مرجع ده چې د اروپا مشران یې له حل نه عاجز دي، او بله دا چې اروپا د مهاجرینو د څپو لاندې ده چې له یوې خوا اروپا د مهاجرینو د څپو له ایسارولو نه عاجزه ده او برسیره پر دی دا مهاجرتونه د دوی د حکومتونو د نسکوریدو لپاره خطر هم ګرځیدلی دی، او انجیلا میرکل په درې ولایتونو کې د خپل حریف ګوند سره په انتخاباتو د همدې مهاجرتونو له کبله په دوه ولایتونو کی انتخابات وبایلل.

پوټین تر اوسه پورې د ترکې لخوا د روسیې الوتکې د ویشتلو او راغورځولو دوسیه هم نده تړلې، روسیه لاهم لګیا ده له انقرې سره سوړ جنګ پرمخ بیایي، له یوه اړخه کردي ځواکونه په ځانګړی ډول د کردانو د دیموکراتیک اتحاد ګوند چې د کردستان دکارګرانو د ګوند څانګه ده تقویه کوي، چې ترکیه یې یو ترهګر ګوند بولي او دغه ګوند ترکیې ته تل د استقلال اخطارونه ورکوي.

د سوریې نه د روسي عسکرو په وتلو سره پوټین د منطقې موازنه هم برابره کړه او دا یې وښوده چې د سیمې حکومتونه په خاص ډول د سعودی عربستان حکومت باید دا ومني چې په سیمه کې له روسیې پرته هیڅ جنګي اړخ ګټونکی کیدای نشي. او بل دا چې روسیې وکولای شول د خپلو پوځونو په ویستلو سره دغه جنګ د سترو ځواکونو له جنګ نه یوه سیمه ایزجنګ ته وباسي.

په پای کې د یادونې وړ ده چې د روسې عسکرو په مکمل ډول نه وتل په دې معنی دي چې پوټین هیڅکله نه غواړي چې د خپل دوست بشار الأسد نه لاس واخلي، سره له دې چې د سوریې لخوا ورباندې فشارونه هم واچول شي لکه د جنیوا مذاکراتو د غوښتنو منل او په اروپا او امریکا کې د روسیې د سیالو هیوادونوسره د خپل موقف ساتل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button