تــــقـــديـــــر « ناول » / شپږمه برخه

ليكوال:  ډاكتر عبدالهادي « حماس »  

فېروز په كوركې د يوازيتوب ساعتونه شمېرل چې ناڅاپه يې په غوږ دردشو او بياوينه هم ترې روانه شوه، له لږځنډ وروسته يې وينه ودرېده خو درد يې وار په وار زياتېده، خپل درمل يې وخوړل خونه يوازي داچې درد يې كم نه شو، بلكې داسې كچې ته ورسېد لكه څوك چې پرلپسې دچړې ګذارونه پرې كوي،دا چې فېروز د وره ترشاهغه خبرې چې ډاكتر ګلالۍ ته كړې وې ټولې اورېدلې وې خوګلالۍ ته يې ځان داسې ښوده چې زه په هيڅ نه يم خبر كله به يې چې دخپل درداندازه احسا س كړه په ريښتياهم له زغم څخه لوړؤ.له ځان سره يې فكروكړزه سرطان يم درد مې هم د زغملونه دى،دخپل راتلونكي كيسه مې ټوله دډاكټرله خولې اورېدلې چې زه به تريوداسې بريده  رسېږم چې په خپله به ډاكټرته ورځم چې ماووژني،ترڅوبه زه خپل كورته درداورنځ وركوم،ترڅوبه ګلالۍ زماسره كړيږي؟اوزمادستونزوله امله به خپلې اوښكې تويوي ،ماخوهغې ته په ژوندكې هيڅ خوشحالي ورنه كړه نوردهغې ځورېدل ظلم دى!؟زه بايدنوره هغه ونه كړوم،بايدځان اوهغه دواړه له دې ځورڅخه خلاص كړم!فيروزله دې سوچ سره سم په جوش راغى اودځان وژنې پرېكړه يې وكړه،يوليك يې وليكه اود ګلالۍ ترتوشك لاندې يې كېښود،داهغه مهال وه چې درديې دزغم له بريده وتلى ؤ،هغه يوه اوبل لورته وكتل دځان وژنې دپاره ديوې وسيلې په لټه كې ؤ،بيائې په هغې توپانچې نظرولګېدچې يوه پوځي ملګري ئې دسوغات په ډول وركړې وه،هغه يې راواخيسته او نوموړې توپانچه يې  خپلې ككرۍ ته برابره كړه اوپه ماشه ئې ګوته كېښوده!.

********

دساجدپه كوركې دواده مراسم له خوښيوډك پرمخ روان وو،دزوم دتلووخت  راورسېدخوزوم نه بريښېد،ګلالۍ غږكړ:هلئ زوم راپيدا كړئ چې دناوې كورته د تلووخت رارسېدلى دى .

ساجدته دواده يوڅه پيسې وركمې شوې وې،هغه لازمه نه وه بللې چې داخبره له چاسره شريكه كړي يوملګرى  يې په  يوڅه لرې فاصله كې پروت ؤ،دهغه كورته دپيسوغوښتلولپاره تللى ؤ،په كوركې ټول دهغه په لټه كې ووخوهغه ئې په يوځاى كې هم ونه موند،لرې اونږدې ئې كسان پسې واستول خوڅه درك ئې مالوم نه شو! ګلالۍ اودهغوى كورنۍ ډېرپه اندېښنه كې شول،ډول،ډول فكرونه ورسره پېداشول په دې وخت كې دهغه دخسرګنۍ دكورڅخه زنګ راغى اووئې ويل : خيريت خوبه وي،ولې مودومره ځنډكړ؟

دوى ځواب وركړ: خيراوخيريت دى،دادى لږشېبه وروسته حركت كوو تاسې اندېښنه مه كوئ،كېداى شي لږ ناوخته شي!

كله چې دوى ټلېفون پرې كړ،نوساجددكورپه دروازه ورننوت!ګلالۍ ورته په غوسه شوه هغه ته يې وويل : وروره داسې خوڅوك نه كوي، بسته درى ساعته ورك وې،په موږكې دې  دواده خوشحالۍ پورې وورې كړې!

ساجدوخندل،په ګلالۍ ئې لاس واچاوه اوورته ويې ويل : وه زماساده ګلې خورې،سهارمې ويښتان ګډوډ ووسلماني ته تللى وم اخرزوم يم ځان خوبه جوړوم كه نه ،دومره مه په غوسه كېږه كه ويښتان اوږيره مې  نه واى اصلاح كړي بياخوپوهېږې چې دورېندارې خويندوبه دې څومره شونډې راپسې بوڅولې؟

له دې خبرې سره ګلالۍ هم موسكۍ شوه ورته يې وويل : بياداسې ونه كړې،وايي ته بې غمه زه  په تمه، خسرګنۍ دې دراتلوپه تمه ده اوته بې غمه چكرونه وهې!

 امان چې داوخت دمورپه خواكې چپ ولاړؤ نوفكرئې وكړچې ماما ئې دروغ وايي هسې پلمه كوي دسردويښتانوپه اصلاح كولوباندې خو نيم ساعت هم نه تيريږي  ارومروكوم بل داسې څه شته چې مامامې نه غواړي هغه له موږ سره شريك كړي ،هغه لاپه دې سوچ كې ؤچې په دې وخت كې ګلالۍ غږوكړساجده نورنوهيڅ وخت نه لرو،موټر ولاړدى كه خيروي حركت كوواوهوريښتيازه به  موسكاراپيداكړم،ساجده وروره موسكاپرون ټوله ورځ ددې لپاره وژړل چې مامامې دځان سره په زومګيرت نه ولي،ساجد ورته وويل : چېرې ده زما هغه نا زدانه خورځه زماپه خواكې به له هغې پرته بل هيڅوك نه كښېني! ته ولاړه شه هغه پيداكړه اوامانه ته له كوهي نه لږيخې اوبه راوباسه چې ډېرتږى شوى يم،بيابه په خيرسره حركت وكړو.

ګلالۍ دموسكاپه لټه كې شوه اوامان دكوهي غاړې ته ودرېد،بوكه يې كوهي ته واچوله اوپه دې ترڅ كې له ماماسره په خبروشو: يا ره ماما ستا سې دكوهي غاړه خوډېره خطرناكه ده څوك ورونه لويږي،دواده كارونه چې خلاص كړودابه سمه جوړوو،په دې وخت كې بوكه راوخته دامان چې نظرپرې ولګېدبې واكه يې له خولې غږووت خدايه خير، ساجدپه حيرانتيا دامان په لور وكتل څه خبره امانه؟

امان ځواب وركړ:ماما دبوكې اوبه تكې سرې دي!

ساجدژرله ځايه پورته شوويې ليدل چې  دبوكې اوبه تكې سرې دي، امان ته يې وويل : ته بله بوكه هم له كوهي راوباسه امان چې دوهم بوكه له كوهي راوباسله دهغې اوبه  هم دلومړي بوكې په څيرسرې وې ،غږ يې وكړ: داكوهي ته څه شى لووېدلي دي ؟ددې خبرې په اوريدو دهغوي دكورغړي اونورخپلوان ټول راټول شول،دكوهي دغاړې ګرچاپېرچوپ ودريدل ،ټولوپه حيرانۍ سره دكوهي طرف ته كتل خو هيڅ نه پوهيدل  چې څه پېښ شوي ،سا جدبوټونه وكښل په بيړه كوهي ته ښكته شو،دكوهي  اخرته چې ورسيدګوري چې يوماشوم په اوبوكې څټ مخ پروت دى راوايې ړاوه ،ګوري چې هماغه موسكاده چاچې له خپل ماماسره دزومګيرت په ورځ دتګ دپاره ډيرې اوښكې تويې كړې وې اوداهيله يې درلوده چې دهغه سره دناوې كورته لاړه شي ساجد د هغې سرته څيرشو،ويې كتل چې  سريې دكومې تيږې سره د لګېد وله  امله خپرې ګوتې پرې شوى، دسرهډوكې يې دمغزوطرف ته ننه وتلي حق حيران ودرېد،په خپلوډوډيويې لاسونه ونيول بيايې خپله ټنډه ووهله،دځان سره يې وويل داڅه راوشول اوس به ګلالۍ ته څه ځواب وركوم چې په كوهي كې څوك مړه دي،لږه شېبه دبت په څېرولاړؤ،بيا يې وويل :ترڅوبه دلته  ولاړيم همت په كاردى،له ماشومې موسكاڅخه يې غېږتاوكړه پاس يې راوخيژوله،ښځواوماشومانوچې دموسكا مړى وليد،ټولوچيغې كړې،ساجدهم په غريونيولي حالت كې وويل :

دخداى دپاره مه ژاړئ ماهم همت له لاسه وركړى،ګلالۍ به ستاسې چيغې واوري يوه شېبه چې نا خبره پاتې هم وي  ښه به وي!

هيڅ چادساجد خبره وانه ورېده چيغودحويلۍ فضاپه سرواخيسته  ګلالۍ دكوره بهردخپلې لورپه لټولوپسې تللې وه ځكه چې دكورپه هيڅ ځاى كې يې ونه موندله، دكورله خوايې چيغې واورېدې .په منډه منډه دكورپه لورروانه شوه اوپه دروازه چې دننه شوه نودكوردخلكو چې نظرپرې ولګېد،ټول چوپ شول،ترڅودګلالۍ دوارخطايي مخه ونيسي!ګلالۍ چې دوى ټول په يوځا ى راټول شوي وليدل نوپوه شوه چې ټكه دهغې په كوررا لوېدلې په دې هم پوه شوه  چې ټول ولې چوپ شول،دنيم ژوندي بني ادم په څېريې قدمونه دپښې لوڅي كس په څېر په  بې شمې ډول  يوپه بل پسې ايښودل ،دپېښې ځا ى ته ورسېده ګوري چې موسكالوريې پرته ده،هماغسې سينګارشوې تورې سترګې يې پټې دي ،نوې لوندې جامې يې په تن كې دي ،له ګړګوتي ويښتانونه يې څاڅكي،څاڅكي سوربخونې اوبه توئېږي،دهغې پرونۍ هغه وړې،وړې خبرې اوسلګۍ يې ورپه يادشوې چې له ماما سره دتلولپاره يې  له دې سره كولې،ورپسې يې هغه صحنه فكرته راغله  چې سهار يې سينګاروله اوپه وړو،وړوالفاظوكې به ېې مورته ټينګاركاؤچې ژر كه مورې بيا به مې ماما رانه ولاړشي،ورپسې  دنن واده  حالات يادته ورغلل بيايې  ولاړوښځواودكورنۍ غړوته وكتل چې څومره په بدحالت كې دي،سرپرې تاوشوتيلبه،تيلبه شوه خو دومره يې وكړل چې كښېني،سرته يې لا سونه ونيول اوبياله لوى خداى(ج) سره  هغه ژمنه ورپه يادشوه چې زه به په خپل ژوندكې  نور شكايت نه كوم !دژمنې  په يا دولوسره يې دومره همت  ترلاسه كړ چې ودريده په داسې حال كې چې بي واكه يې له سترګواوښكې بهيدې ، ټولوته يې مخ ورواړؤ،خوخبرې يې ژړاته نه وې ورته په دوى يې غږ وكړ، څه شوي؟موسكا مړه ده ها؟ ولې داټول خلك نه مړه كيږي ايا موږدخداى (ج)په كاروكومه نيوكه كولاى شو؟.ايادخداي  په وركړه خوښ اوبيرته اخيستنې ويروكړو.

 هيڅ خبره نده ؟ دخداى مال ؤ هغه بېرته واخيست ،ژرشى، خپل همت دلاسه مه وركوئ،دمړي دتكفين مراسم بشپړكړىئ،هيڅوك  چيغې ونه كړى دباندې خلك دواده ډوډې خوري مه  يې پرې زهركوئ اوها دموسكا دمرګ خبره دباندې ونه وزي،بيابه هيڅوك خواړه ونه خوري

دكورغړواونورونجونواوښځوچې دګلالۍ همت وليدپه دوى كې هم ساوې وچلېدې ،ګلالۍ ساجدراوغوښت اوڅنګ ته يې كړ ورته ويې ويل : وروره ماته ونه ځورېږې زمالپاره دالومړى غم نه دى اوس زه دغمونوسره بلده يم تا سې خپل اوخپلوان واخلى  اوته هم ورسره لاړشه وړاندې له دې چې خلك له دې پېښې خبرشي خپل عزت دې راخوندي كړه!هغه ځواب وركړ: كليوال اوخپلوان به وليږوپلاربه مې هم لاړشي خوزه نه ځم،زه تادې غم ته يواځې نه شم پرېښودلى!ګلالۍ ځواب وركړ:نه وروره! غم اوښادي به دواړه سره پالو!كه ته ولاړنه شې نو ستاخسرګنۍ اونورخلك به شكمن شي!ددې ځاى چارې زه سمبالولى شم،زه له خپله اړخه ډاډګيرنه دركوم چې ستاسوترراتګ پورې به داغم وزغمم اوبياچې تاسوراشئ نوجنازه به خپل كلي ته يوسو،ورځه ټول تاته ګوري! په دې ډول ساجد ومنله چې له نوروكليوالوسره حركت وكړي،وراباڼي موټروته دپورته كېدوپه حال كې وه چې ګلالۍ امان ته غږكړاوورته وئې ويل : ته كورته لاړه شه اوپلاردى خبركړه چې هلته دجنازې لپاره تيارى ونيسي، كله چې   ناوې  په خير راورسيږي مونږ هم حركت دركوو!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button