
د طالبانو یو لوړپوړی قومندان ملا عبدالستار آخند په ډرون حمله کې وژل شوی
کابل ټکی کام شنبه ۱۱ غوايي ۱۳۹۵ فرید احمد
له ننګرهار ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې تېره ورځ ماسپښین د داعش خلاف طالبانو عملیات پيل کړل چې په لسګونه داعشیان یې مړه او ټپيان کړل او له سیمې څخه يې وشړل، د جنګ په حالت کې امریکايي ډرون الوتکې د داعش په ملاتړ په طالب جنګیالیو بریدونه پيل کړل، د قومندان ملاستار آخند په شمول یې پنځه وسله وال طالبان ووژل.
له سیمې څخه همکار خبر راکوي چې ملا ستار آخند د لغمان طالبانو یو لوړپوړۍ قومندان ؤ چې ننګرهار ولایت ته د داعشیانو په خلاف جګړې ته راغلی وو.
د هسکې مینې نرۍ اوبه سیمه کې یو ځايي ځوان زمونږ همکار ته د سترګو لیدلی حال داسې وړاندې کړی دی.
«دلته پرون راهیسې طالبانو تیاری نیولو، او یو ځوان د ملا ستار په نامه یې مشري کوله چې یوه ډله یې د داعش په خلاف جګړې ته واستوله او هغوی یې پسې واخیستل او دوی همدلته منتظر ناست وو، او د جګړې عمومي قومانده یې ورپغاړه وه، چې کله داعشیان وتښتیدل نو امریکايي ډرون الوتکې راغلي او څلور ځایه یې په طالبانو بمباري وکړه.» د یوې پوښتنې په ځواب کې یاد ځوان وویل: «داعشیان خو د امریکا خلک دي، او هر وخت چې طالبان ددوی په خلاف جګړه پیل کړي نو ډرون آلوتکې راشي او په طالبانو بمبار شروع کړي، خو ملي اردو د دواړو مخالفه ده او دواړه نه پرېږدي چې په منطقه کې پاتې شي.»
په ننګرهار ولایت کې څو ځله داسې پېښې رامینځ ته شوې دي چې خلکو رسنیو ته په چیغو وویل چې داعش سره امریکایان مرستې کوي او ددوی حمایه د جلال اباد له هوايي ډګر څخه کیږي.



