پنټاګون: په کندز کې امریکايي فوځيانو ملکي وګړي وژلي، خو دوی جنګي مجرمین نه حسابیږي

کابل ټکی کام ۱۱ غوايي ۱۳۹۴ هاشمي عبدالله
امریکايي جنرال جوزیف فوټل وايي ددوی هغه فوځیانو چې د کندز د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون برید کړی پدې نه و خبر چې هدف یې روغتون نیولی ده. دوی غوښتل د طالبانو یو مرکز چې له روغتون څخه د ۵۸۰ مترو په واټن کې پروت ده تر برید لاندې راولي .
دی وايي که څه هم له روغتون څخه ډزې ندي شوي او نه هم داسې شواهد شته چې روغتون دې يې کبله تر برید لاندې ونیول شي، خو دا تیروتنه شوې ده.
جنرال وايي چې ددوی هغه هدفي ۱۳۰ ای سي ډوله الوتکو پر طالبانو برید کاوه خو په غلطۍ کې ترې روغتون ولګیدو، چې دده په وینا له په تړاو یې د یوه امریکايي جنرال په شمول ۱۶ فوځيانو ته یوازې انظباتي سزا ورکړې ده.
پرون پنټاګون د کندز د روغتون پېښې جزیات رسنیو ته وړاندې کړل، په تحقیقاتو کې دا ښودل شوې ده چې امریکايي فوځیانو په یوه روغتون چې هېڅ داسې دلیل نه و پيدا شوی چې په هغه ځای دې بمبار وشي تر برید لاندې نیولی دی.
جنرال فوټل وايي: «تحقیقاتو وښوده چې امریکايي فوځيانو په جګړه کې د سلوک او قوانینو مراعات ندی کړی، او ملکیان یې وژلي دي، خو جنګي مجرمین هغه کسانو ته ویل کیږي چې د ملکیانو سیمې او یا هغه ځایونه په نښه کړي چې خوندیتوب یې تضمین شوی وي.»
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې کله چې طالبانو د کندز ولایت ونیولو نړیوال او دولت له سختې وارخطایۍ سره مخ شو نو ملکي کورونه او روغتونونه یې تر هدف لاندې ونیول ترڅو په طالبانو زور راوړي چې د کندز ښار پرېږدي .
د امریکایانو او افغان دولت په دغو بریدونو کې په سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله، چې په تړاو یې پرون ۱۷ امریکايي فوځيانو ته د انظباتي سزا واورول شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button