
زه به ستابدل کې مړ وم اباسینه
لیکنه : مفتون
که دیوانسان ژوندبل ته ورکېدلای
زه به ستابدل کې مړ وم اباسینه
————————-—
اباسینه دامنم چې ته دظلم اووحشت اباسین یوړې!
خو، اباسینه داته ومنه ! چې ستادغم اباسین بې شماره زړونه یوړل !
اباسینه ! ستادنمجنوسترګواباسین له ډیروسترګوخوبونه یوړل!
اباسینه! ستاوچوشونډوله ډېروشونډومسکاوې واخستې!
اباسینه !ستا مظلومې اومعصومې قوارې دهرمسلمان په زړه کې دانتقام اباسين په څپوراووست!
اباسینه ! دامنم چې له شهادته وړاندې ته یواځې دخپلې غمجنې کورنۍ لپاره په دنیاکې دخوښیواوامیدونواباسین وې!
خو شهیده اباسینه !زه ستامظلومې کورنۍ ته دازېری ورکوم چې دقیامت په سخت ترینه ورځ به ان شاء الله ته ورته دداسې خوشحالۍ سبب وګرځې چې ستاداغم به ، غم نه بلکې درب العزت له لورې یو انعام وبولي .
خو زما ګرانه اباسینه ته مه خپه کېږه ته شهیديې ستا دویني هر څاڅکی به داسې غرقېدونکی اباسین جوړشي چې ترقیامته به پکې دانسانیت قاتلان غرقېږي.



