اباسيــــــــنه !

لیکوال: دماذ دیګر انځور (صفی الله صاحبزاده)
تنها نه یې تللی ډیر زړونه دې له ځان سره یوړل، دډیرو له سترګو دې اوښکې ختمې او خوبونه یوړل.
اباسیــــنه !
تاپسې دې یواځې ۹ خویندې نه ، آن اسمان درته و ژړیده، ځمکه درباندې ودردیده څه، چې آن ولړزیده.
دا دومره زلزلې چې کیدلې ،خو ستا د پاکو وینو وجه وه، چې دغو ظالمانو پر زمکه تویې کړي وه.!
اباسیـــنه!
که ستا پر یوې کټ شوي ګوتې باندې زړونه ولړزیدل، نو په ټوله وینه خو به دې نړۍ خود لړزیږي!
اباسیــــنه!
نا اشنا تقدیر دې نه و ! ؟
تاته خو ډیر دروند درد لیکل شوی و.
تاته خو ډیر دروند مرګ لیکل شوی و.



